نیویارک ټایمز: تیرو اوو ورځو کې ۱۶۰ ځله بمبارۍ شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۷)

امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز د تیرې اونۍ د تلفاتو شمیر وړاندې کړی چې په وینایي امریکایي ځواکونو په بیسارې کچه زیاتې بمبارۍ په کې کړې دي.
ورځپاڼه وایي؛ تیره اونۍ  په مخامخ جګړو کې ۵۰ تنه افغان سرتیري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دغه راز، یواځې په تیرو اوو ورځو (یوه اونۍ) کې ۱۶۰ ځله بمبار شوی چې سلګونه بمونه په کې اورول شوي او شاوخوا ۱۴ تنه ولسي کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې د طالبانو د تلفاتو په اړوند څه نه دی ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په پکتیا، خوست، لوګر، هلمند، ننګرهار، غزني او څو نورو ولایاتو کې پر ولسي خلکو پراخې بمبارۍ وشوې چې لسګونو تنو بیګناه افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د امریکا یوې بلې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال بیا لیکلي چې امریکا په دې وروستیو کې ځکه خپلو هوایی بریدونو او بمباریو ته زور ورکړی چې فکر کوي د مذاکراتو په میز طالبانو ته له قوي دریځ څخه را وړاندې شي او خپلې غوښتنې پرې ومني .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close