نیویارک ټایمز: د جاغوري ولسوالي له سقوط سره مخامخه ده

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۶۴)

د جاغوري د ولسوالۍ مرکز ته پیک آپ موټران یو بل پسې راځي، او د وژل سویو عسکرو جسدونه راوړي. عسکر او پولیس ژاړي، او ۲۰ وژل سویو ملګرو مړي څنګ پر څنګ سره ایږدي. د ګردو وژل سویو عسکرو خړي موزې په پښو دي، او ټول هغه کومندو عسکر دي چي امریکایانو تمرینات ورکړي دي. څلور ورځي مخکي همدا افغان کومندو عسکر دلته په الوتکو کي راوړل سوي ول، څو د جاغوري ولسوالي د طالبانو له محاصرې څخه وژغوري. د جاغوري ولسوالي په افغانستان کي تر ټولو امنه ولسوالي وه. خو د یکشنبې په ورځ قریب ۵۰ تنه قومندو عسکر کاملا محوه سول، او د جاغوري ولسوالي د سقوط له مطلق ریسک سره مواجه سوه.

نیویارک‌ ټایمز د نومبر پر ۱۲ کاږي کله چي زموږ خبریالان جاغوري ته ورسېدل، حالات سخت خراب ول، او د ورځي په آخر کي هغوی مجبوره سول چي له ولسوالۍ څخه په تېښته ځان خلاص کړي.‌ د ولسوالۍ چارواکي وايي چي ۳۰ تنه کومندو عسکر وژل سوي دي. بر علاوه ۵۰ تنه محلي پولیس او ملیشاووي هم وژل سوي دي. د طالبانو همدې پوځي پرمختګ ځيني هزاره ګان په کابل کي پراخو اعتراضونو ته هڅولي دي.

جاغوري ۶۰۰۰۰۰ (شپږ لکه) نفوس لري. دلته نه برق سته، او نه هم ډامبر سړک سته. خو جاغوري تر اوسه پوري د افغانستان له امنو ځایونو څخه وو. معارف ئې په ټول هیواد کي په نام دي. ټول هلکان او انجوني مکتب ته ځي. د افغانستان اکثره مشهوري ښځي د جاغوري دي. دلته انجوني بایسکل او ښځي موټر چلوي. خو پدې وروستیو کي، جاغوري د طالبانو لخوا محاصره سوی دئ، شا و خوا سړکان ئې بند دي. یوه هفته مخکي، طالبانو پر جاغوري باندي له دریو خواوو څخه حمله وکړه. طالبانو د جاغوري مشهور قومندان جنرال حبیب الله باشي او د هغه درې زامن ووژل.

د جاغوري اکثره اوسېدونکي د کابل حکومت ملامت بولي، ځکه پر وخت ئې د هغوی مرسته و نه کړه. پر جاغوري باندي قریب ۱۰۰۰ تنو طالبانو حمله کړې ده. بل مشکل دا دئ چي د حکومتي قواوو تر مینځ همږغي نسته، او د سیاسي ملحوظاتو په خاطر د یو بل ملاتړ نه کوي. بل پلو، د ټپیانو لپاره هلیکوپټري هم نسته چي هغوی کابل او نورو ځایونو ته د معالجې لپاره ورسوي.

له کابله یو هیات جاغوري ته رارسېدلی دئ، او دا هیات محلي چارواکو ته وايي چي د وژل سویو کسانو جسدونه باید پټ وساتل سي، ځکه ښايي په خلګو کي لا زیاته بېره او خوف خور کړي. خو د کابل هیات خپله د نجات لپاره هلیکوپټرو ته انتظار باسي، څو هغوی له خطره بچ کړي.

اما د شپې تر ناوخته پوري هلیکوپټر را و نه رسېدل، او په محلي چارواکو کي اضطراب لا ډیر سو. ځیني حکومتي ملیشاوو ځانونه په موټرانو کي تخته کړل، او د جاغوري د ولسوالۍ له مرکزه ئې فرار وکړ. وروسته د شپې په نیمايي کي خبر خپور سو چي طالبان فقط څو ساعته له مرکزه لیري دي. او د جاغوري ولسوال فرار کړی دئ.

نیویارک ټایمز لیکي زموږ خبریالانو هم د شپې په تیارو کي د غرونو له لاري له جاغوري څخه په تېښته ووتل. په لاره کي ئې موټران له خلګو ډک ولیدل چي له جاغوري څخه د فرار په لټه کي ول.

Taliban Slaughter Elite Afghan Troops, and a ‘Safe’ District Is Falling

__________________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close