نیویارک ټایمز: په حکومت کې سیاسي بې ثباتي لوړې کچې ته رسیدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۶)

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل نني مطلب کې په افغانستان کې روان سیاسي او نظامي کړکیچ ته پام اړولی چې په وینا یې،د ملي یووالي حکومت تر بل هر وخت زیات بې ثباته شوی دی.
ورځپاڼه وایي، په داسې حال کې چې ټرمپ په بې صبرۍ سره د افغان جګړې د ختمیدو شیبې شمیري، د دغه هیواد په حکومت کې د واحدې نظر یې نشتون خلاوې رامنځته کړې.
ورځپاڼې ویلي، حکومت اوس پر خپل منځي سختو جنجالونو کې ښکیل دی، له قانون څخه سرغړونه دومره پراخه شوې چې وسلوالو مخالفینو ته یې د یادونې سترګې هم نه لري.
د امریکا یوې بلې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال بیا لیکي چې امریکا په دې وروستیو کې ځکه خپلو هوایی بریدونو او بمباریو ته زور ورکړی چې فکر کوي د مذاکراتو په میز طالبانو ته له قوي دریځ څخه را وړاندې شي او خپلې غوښتنې پرې ومني .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close