نیکولسن: د افغانستان دریمه برخه خاوره د طالبانو په کنترول کې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۷)

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال جان نیکولسن په لومړي ځل منلې چې د افغانستان دریمه برخه خاوره یواځې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ده او افغان حکومت او د دوی ځواکونه پرې هیڅ ولکه نلري.
نیکولسن ویلي؛ تر طالبانو داعش ډله ډیره پیاوړې ده ځکه د ده په خبره؛ هغوی پرمختللې وسلې او مهمات لري خو زیاتوي ؛ “ داچې هغوی کوم ولسي ملاتړ له ځانه سره نه لري نو ځکه یې اغیز کم ده“
نیکولسن وایی “ له دریو څخه په دوو برخو زمونږ په مشرۍ ځواکونه او افغان حکومت ولکه لري،

پر ۱۲ سلنه خاوره د طالبانو کامل حاکمیت خو ۲۵ سلنه کې جګړې دي چې هلته هم د طالبانو رول زیات ده.

نوموړی زیاتوي چې بهرني هیوادونه له طالبانو ملاتړ کوي “که دوی بهرنی ملاتړي نه درلودی موږ به له وړاندې له منځه وړي وای“

د یادونې وړ ده چې د بي بي سي وروستۍ څیړنې ښوودلې چې د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو تر پوښښ لاندې ده،  هغه څه چې د دې امریکایي جنرال ادعا ناسمه ثابتوي.

نیکولسن  همداراز وویل؛ داعشیان له سوریې او عراق څخه پيسې ترلاسه کوي نو ځکه پرمختللي وسلې هم لري خو دا یې ونه ویل چې یادو هیوادونو ولې دا ډله له خپل هیواد څخه ورکه او په نورو هیوادونو کې یې ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې دواړه هیوادونه په مالي برخه کې تر بل هر هیواد ډیر ځپل شوي دي.

باید وویل شي چې د داعشیانو په تمویل او تجهیز کې تر ډیره پر امریکایانو تور دی چې هغوی یې د هوا او ځمکې له لارې په روانه جګړه کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو په خاطر تجهیزوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close