نیکولسن رسماً خپله دنده نوي امریکایي ته وسپارله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۱)

په افغانستان کې نهم امریکایي جنرال رسماً د افغان جګړې قومانده په غاړه واخیسته او د نیکولسن څو کلن واک پای ته ورسیده.
به هغو مراسمو کې چې نن د امریکا په سفارت کې جوړ شوی و، ګڼو افغان چارواکو هم ګډون کړی و او د نوي امریکایي قوماندان راتګ ته یې هرکلی وکړ.

نیکولسن دوروستیو بمباریو او هدفي بریدونو په تړاو وویل؛ موږ په ډیری مواردو کې اشتباهات کړي، هیله ده افغانان مو وبښي.

جنرال سکاټ میلر له افغان چارواکو سره – انځور په افغانستان کې د میلر د یوه پخواني ماموریت پر مهال اخیستل شوی دی.

هغه زیاته کړه، تر ۲۰۲۴ کال پورې به دلته حضور ولرو او د افغان حکومت ترڅنګ به فعالیت لرو.

سکاټ میلر چې د امریکایی رسنیو په وینا، د دیپلوماتیکو او جګړیزو هڅو واکونه ورسپارل شوي، په خپلو خبرو کې وویل، افغانان ریښتونې سوله غواړي، زموږ هڅې به له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره روانې وي.

میلر زیاته کړه، په دې وروستیو کې د سولې په تړاو دیپلوماتیکې هڅې زیاتې شوې او افغانانو هم ترې هرکلی کړی.
جنرال «اسکات میلر» د امریکایي ځانګړو ځواکونو له دوه کلنې قوماندې وروسته د نیکولسن پرځای ټاکل شوی
پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته دا نهم امریکایي جنرال ده چې د افغان جګړې قومانده په غاړه اخلي.
میلر په عراق ،افغانستان او سومالیا کې مهمې دندې ترسره کړې او د امریکا د هوایي،سمندري او ځانګړو ځواکونو مشر هم پاتې شوی دی.

د یادونې وړ ده چې نیکولسن په ختیځو او یو شمیر شمالي ولایاتو کې د داعش ډلې په همکاري هم تورن و

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close