نیکولسن: طالبان اوس هم سوله غواړي خو هغې سولې ته چې موږ یې غواړو فشارونو ته اړتیا ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۷)

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولس نن په یوه سفر چې د یو شمیر دولتي چارواکو په ګډون یې د ۵ هیوادونو سفیرانو ملتیا کوله،د کندهار ولایت ته تللی و .
نیکولسن په دې ولایت کې یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ طالبانو ته د اشرف غني وړاندیز خورا مثبت و، “موږ بیا هم طالبانو ته وایو چې را دې شي او وسلې دې پرځمکه کیږدي“
نیکولسن وویل؛ واقعیت دادی چې طالبان اوس هم سوله غواړي خو زمونږ پر شرایطو نه؛ “هغه سوله چې موږ یې له طالبانو غواړو وخت ته اړتیا لري ،موږ به هغوی د سیاسي او پوځي فشارونو له لارې اړ کړو ترڅو زمونږ ټولې غوښتنې ومني“
نیکولسن وویل؛ طالبان به راتلونکی کال یا له منځه وړل کیږي او یا به سولې ته زړه ښه کوي
په دې کنفرانس کې د نیکولسن په تعقیب د کورنیو چارو وزیر اویس برمک او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره امادګي لري او ځواکونه به یې د ټاکنو امنیت په ښه توګه خوندي کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close