نی: رسنیو ته د طالبانو له ګواښوونکي پیغام نه په ویره کې یو

(کابل ټکی کام  ۱۳۹۷ چنګاښ ۲)

 

له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ(نی) وایي؛ د طالبانو پر شریعت غږ رادیو برید او ترې وروسته یې د طالبانو ګواښوونکې اعلامیه د اندیښنې وړ ده.
نی ویلي؛ آزادې رسنۍ چې یواځې غیر دولتي فعالیت لري او دنده یې خلکو ته د خبرونو رسول دي ، باید په نښه نه شي او پام ورته وشي.
امریکایي الوتکو د غبرګولي پر ۲۰ نیټه په غزني کې د طالبانو د شریعت غږ رادیو بمبار کړه ، طالبانو هغه مهال ویلي و “چې اوس د رسنیو هغه مدافع ټولنې هم تر امتحان لاندې راځي چې د اسلامي امارت له مجاهدینو څخه په مکرر ډول د دښمن د رسنیو حق غواړي او په اړه يې دفاع کوي، اوس به موږ منتظر ووسو چې د اسلامي امارت په رسنۍ د دښمن د دغه برالا برید په اړه دوی څه ډول قضاوت کوي؟ “
نی دا برید غندلی نه دی خو د طالبانو له احتمالي کسات نه یې ویره ښوودلې.
طالبانو هغه مهال ګواښ کړی و چې “ دښمن او د رسنیو ټولني باید په دې خبره پوه شي چي د اسلامي امارت مجاهدین به نور د دا ډول ظالمانه کړنو د زغملو حوصله ونه لري او که په راتلونکي کې زموږ له رسنیو سره دا ډول عمل تر سره کیږي نو متقابل غبرګون به ډیر سخت وي. “

نی پر حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د امنیت د خوندیتابه لپاره دې ژمنتیا څرګنده کړي او که ورته عمل بیا تکراریده، پردوی دې د طالبانو د احتمالي بریدونو مخه ونیسي.
په داسې حال کې چې رسنۍ د حکومت د فکري سنګر په توګه د وسلوالو طالبانو پرضد پراخ تبلیغاتي سانسور مخته وړي او دهغوی پرضد د دولت له خوا تبلیغاتي اعلانات په زیاتره غږیزو او انځوریزو رسنیو کې خپروي، نی ویلي؛ تر اوسه یې دښکیلو غاړو خبرونه په پوره بې طرفۍ نشر کړي او تر دې وروسته به هم د کوم لوري طرف نه کوي.

نی پر شریعت غږ رادیو د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو خبرداری یې ورکړی چې که د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې طالبانو هر ډول اقدام ترسره کړ، جنګي جنایت به وشمیرل شي.

طالبانو ویلي، چې په تیرو ۱۷ کلنو کې تر امریکانو پورې مخامخ او بالواسطه تړلې لسګونه رسنۍ د دوی او عامو افغانانو په ضد پروپاګند کوي، خو یوه ورځ یې هم پر کومه رسنۍ برید ترسره نه کړ، ځکه چې دوی په وینا، طالبانو د رسنۍ په سترګه ورته کتل او هیڅ غبرګون یې پر وړاندې نه ښووده.

طالبانو زیاته کړې “د شریعت غږ پر رادیو برید د دیموکراسۍ او دبیان د آزادۍ مدعیانو خپله اصلي څيره بربنډه کړه چې دوی په هيڅ ډول هم د خپل مخالف جهت نظر، غږ او رسنۍ ته درناوی نه لري، صرف د بیان له آزادۍ څخه په استفاده غواړي خپل نظریات، فرهنګ او اشغالګرانه موخي په نورو ملتونو باندې وتپي. “

باید وویل شي چې د شریعت غږ پر رادیو ۵ الوتکو په همهاله توګه بمبار کړی و، چې په نتیجه کې یې یواځې د رادیو انتن ویجاړ شوی و او رادیو کوم زیان نه و لیدلی چې له څو ورځني ځنډ وروسته د رادیو خپرونې بیرته په عادي بڼه پیل شوې او لا هم روانې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close