نېکولسن کوم قسم سوله غــواړي

لیکنه: محمد الله نوري

له تېرو ولسو کلونو راپدېخوا دا اول ځل وو چې کوچنی اختر افغان امنتي ځواکونو او طالبانو یوځای ولمانځه خو داختـر له لومړۍ ورځې راهسې افغان سیاسیون، ګډحکومت رسنېو قومي مشرانو مدني فعلانو او ګڼ شمېر لیکوالانو همدغه موضوع تر بحث لاندې نېولې چې سوله غواړو دواړه خواوو ته افغانان وژل کیږي جګړه بین الا فغاني ده ،جګړه دحل لاره نه ده ، هر سړی دسولې او امن تږی ده ځای پر ځای غونډې او مجلسونه لا هم دوام لري.

خو بلې خواته امریکا یانو هم همدغسې سولې او اوربن ته هرکلی وکړ نیوکلسن په خپلو څر ګندونو کې په ډاګه وویل چې مونږ ددطالبانو سره دغسې سولې ته اماده یو او هر کلی ورته کوو او غواړو چې اوربند وغځه وي جګړه دحل لاره نه ده .

امریکایان داسې سو له غواړي چې دلته په افغانستان کې باید زمونږاډې شتون ولري هوايي فزا راسره وي خپل سرې عملیات به کوو له بګرام څخه چې کومې خوا ته زمونږ خوښه وه مونږ به ځو، افغان حکومت باید زمونږ په چارو کې مداخله ونه کړي، او طالبانو ته وایې چې جګړه دحل لاره نده راشئ سوله وکړئ خبرو ته کېنئ،

ته به وایې چې وطن یې راسره شریک ده، اوخپله دبې پیلوټه دجیټ تیارو 52Bپرمخ تللو تیارو سره راغلي او زمونږ د هیواد په ولس او وګړو هغسې بمونه اوره وي چې دښمن او غیر دښمن یی هم معلوم نه ده طالب خو لا څه کوي په مسجدنو مدارسو مکاتبو په په ودنو دعامو مسلمانانو په کورونو او حتي وخت ناوخت افغان ځواکونه هم په نښه کوي،

که دامریکایانو په شتون کې طالبان سوله وکړي بیا هم امن نه راځي ځکه دلته نو افغانان پاڅون کوي او راو ولاړیږي او دامریکایانو خلاف جګړې ته دوام ورکوي ځکه افغان داسې یوغیرتي قوم او هیواد ده چې هیڅکه یی هم دتاریخ په اوږدو کې کوم تیريګر ته سر نه ده ښکته کړای .

نو ښه دا ده چې دجګړي په اصلي اړخ باندې خبره وشي چې هغه دامریکایانو وتل او یا مهالوېش اعلانول دي، اوبل دلته په هیواد دننه که له هیواد څخه بهر افغانان دي ټول دامریکانو له شتون سره کلک مخالف دي او په بار باریې داڅر ګند ونې کړې چې باید امریاکان نور زمونږ له هیواد څخه ووځي، په دې سربېره پارلمان په څو څو ځله له ګډ حکومت څخه جدي غوښتنه همد ا وکړه چې نور مونږ خارجیان نه غواړو،
داټول هغه عمده لاملونه دي چې هیڅ یو افغان هم دامریکانو شتون دلته نه شي منلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close