هاشم الکوزی: د بلک واټر او بهرنيو ځواکونو راتګ د افغانستان په ګټه نه دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۳) د افغانستان د مشرانو جرګې غړ او د دغه جرګې د دفاعي کمېسيون رئيس محمد هاشم الکوزی وايي، افغانستان ته د بلک واټر کمپنۍ د ځواکونو او د نورو بهرنيو ځواکونو راتګ د هېواد په ګټه نه بلکې په زيان دی.

د الکوزي په خبره، افغانستان ته د بلک واټر کمپنۍ او د اضافي بهرنيو ځواکونو راتګ سره به د سولې په اړه د هېوادوالو لږې هيلې هم له خاورو سره خاورې کړي.

نوموړی وايي: “د بلک واټر کمپنۍ يا د نورو بهرنيو ځواکونو راتګ هيڅکله د هېواد په خير نه دی، په ټرمپ او ناټو مشرانو غږ کوم چې نوره د افغانستان په اړه د جګړې پاليسي مه غوره کوئ، بلکې د جګړې پر ځای د سولې هلې ځلې وکړۍ، هېواد ته د راتګ په اړه د بلک واټر وړانديز د افغانستان په ګټه نه په زيان دی”.

د بروکسل له ناستې وروسته د بلک واټر په نوم امريکايي پوځي کمپنۍ مشر ايريک پرنس يوځل بيا وړانديز کړی چې امريکا دې د افغانستان جګړه دغه کمپنۍ ته وسپاري ترڅو يې لګښت کم شي.

بلک واټر چې په افغانستان او عراق کې ښه مخینه نه لري او د عامو خلکو په زورونه، شکنجو، قتلونو او خپلسريو زندانونو تورنه کمپنۍ ده، څه موده مخکې داسې راپورونه ورکول شول چې د امريکا ولسمشر ټرمپ ته يې يوه طرحه لېږلې او له هغه غوښتنه شوې وه چې د افغانستان کانونه دې بلک واټر ته وسپارل شي چې دوی يې استخراج کړي.

د بلک واټر امریکايي کمپنۍ د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دورې پر مهال په افغانستان کې پوځي ماموريت کړی او په شخصي زندانونو کې يې ډیری افغانان شکنجه کړي، ترور کړي او وژلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close