هرات:د هغه دیني عالم دنیولو غوښتنه وشوه،چې ویلي یې وو “رسنۍ فحشا او فساد خپروي“

مولوي انصار دغه راز ویلي، چې دښمن (امریکایان) له رسنیو د فکري جګړې د آلې په توګه کار آخلي او د عامه اذهانو د تخریب او غولولو په خاطر پرې په پراخه کچه پانګونه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۶)

وروسته تر هغه چې د هرات ولایت یوه دیني عالم او د خواجه عبدالله انصاري د جامع جومات خطیب “مولوي فضل الرحمان انصاري“ د رسنیو پر وړاندې توندې خبرې وکړې او هغوی یې په اخلاقي او ټولنیز فساد ته په لمن وهلو تورنې کړې، په دې ولایت کې د خبریالانو د ټولنو په ګډون آن دولتي ملایانو هم پر یاد دیني عالم نیوکې کړې.

د هرات د علماؤ شورا وایي، یاد دیني عالم د بیان د آزادۍ پر وړاندې خبرې کړې او له حکومت څخه یې غوښتي چې هرڅومره ژر دې نوموړی عالم توقیف او مجازات کړي.

مولوي انصار په خپلو خبرو کې ویلي و

“ د رسنیو پر وړاندې جهاد فرض دی، هرڅوک چې یې له منځه یوسي مجاهد او غازي دی او څوک چې پر دې لاره کې ووژل شوـ شهید دی“

نوموړي رسنۍ د غرب او امریکایانو د نظریو او فکرونو لوډسپیکر بللې او زیاته کړې یې ده؛ همدا رسنۍ دي چې خلک په ځانګړې توګه ښځې یې په اخلاقي فحشا روږدې کړې.
مولوي انصار دغه راز ویلي، چې دښمن (امریکایان) له رسنیو د فکري جګړې د آلې په توګه کار آخلي او د عامه اذهانو د تخریب او غولولو په خاطر پرې په پراخه کچه پانګونه کوي.
د انصار خبرو د هرات د خبریالانو د ټولنې غوسه هم راپارولې.
له خبریالانو څخه د ملاتړ شبکې مشر همایون نظري وایي، د رسنیو پر وړاندې د دیني علماؤ دا ډول خبرې د تیرې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړی وایي، دا ډول علما د دیموکراسۍ د ترویج او د بیان د آزادۍ په مخ کې لوی خنډ دي او باید دولت یې مخه ونیسي.

رسنۍ

د خبریالانو ټولنه او دولت پلوه ملایان داسې مهال د یوه دیني عالم پر څرګندونو غوسه څرګندوي چې څو اونۍ وړاندې په غزني کې طالبانو ته د منسوبې رادیو استیشن بمبارد شو، خو د بیان د آزادۍ د ادعا سربیره پرې نه د خبریالانو کومې مدافع ټولنې او نه هم دولت پلوه سیاسي او مذهبي څیرو پرې کوم غبرګون وښووده .

باید وویل شي، چې د امریکا له راتګ سره په افغانستان کې سلګونه صوتي، انځوریزې،چاپي او آنلاین رسنو فعالیت پیل کړی چې زیاتره بودیجه یې د لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه امریکا له خوا ورکول کیږي.
یادې رسنۍ د مختلفو پروګرامونو تر څنګ ډیره توجه پر آنلاین خپرونو، موسیقي او د لوبو پرخپرونو کوي .
دغه راز سیاسي خپرونې هم مخته وړي خو د دیني خپرونو لړۍ په کې تر بلې هرې برخې کمرنګه بریښي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close