هرات: امنيتي ځواکونو د افغان- ترک ليسې زده کوونکي او ښوونکي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۰)

په هرات ولايت کې د افغان- ترک ليسه وايي چې افغان ځواکونو يې په ليسه عمليات کړي او پر مهال يې څو تنه زده کوونکي او ښوونکي نيولي دي.

د افغان- ترک ليسې د ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دولتي ځواکونه نن سهار مهال د وسلو په زور ښوونځي ته داخل شوي چې پر مهال يې هوايي ډزې هم کړي دي.

د ياد ښوونځي مسوولین ادعا کوي چې امنيتي ځواکونه د هلکانو د ښوونځي تر څنګ د نجونو ښوونځي ته هم داخل شوي زياتوي چې څو تنه ښوونکي او شاګردان يې له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.

د ښوونځي مسوولينو له افغان حکومته غوښتي چې د دغه ډول غير قانوني چاپو او عملیاتو مخه ونيسي.

د هرات امنيه قوماندانۍ او د معارف رياست په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم د جوزجان په مرکز شبرغان کې د افغان- ترک پر یوه ښوونځي ورته ډول عمليات ترسره شول چې څو تنه ښوونکي او شاګردان د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول.

له هغې مخکې په کابل کې هم د افغان-ترک ښوونځي د دولتي ځواکونو له لوري پلټل شوي و.

وروسته له هغې په ترکيه کې د دغه هېواد پر ولسمشر اردوغان کودتا ناکامه شوه نوموړي له هغه هېوادونو وغوښتل چې افغان- ترک ښوونځي پکې فعاليت کوي چې دغه ښوونځي له ترکيې هېواد سره ونښلوي.

د ترکيې په کودتا کې فتح الله ګولن تورن شوی دی چې ويل کېږي دغه ښوونځي هم د ګولن له لوري اداره کېدل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close