هرات: د ایران برېښنا بندېدو له کبله لسګونه فابريکې تړل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) په هرات ولايت د ايران د برېښنا د بندېدو له کبله په دغه ولايت کې د صنعتي ښار ډيری فابريکې تړل شوي دي.

د فابريکو څښتنان او سوداګر وايي، د برېښنا پرچاوۍ لسګونه فابريکې تړلي زياتوي چې دوی ته يې لسګونه ميليونه ډالره زيان اړولی دی.

له هرات څخه په داسې حال کې د ايران د برېښنا د پرچاوۍ راپورونه ورکول کېږي چې د روان ميلادي کال په اپريل مياشت کې د ايران د انرژۍ او برېښنا د وېش اجرايوي مدير داود منظور وويل چې ایران، افغانستان او پاکستان ته د برېښنا په صادرولو کې زياتوالی راولي.

تر دې مخکې ايران په هر ساعت کې هرات او فراه ولايتونو ته نوولس ميګا واټه برېښنا صادروله خو چارواکي وايي په وروستيو کې يې پرچاوي زياته شوې ده چې ورسره لسګونه صنعتي فابريکې تړل شوي دي.

مسئولین وايي، د دغو فابريکو له تړل کېدو سره زرګونه کسان هم بېکاره شوي دي.

د هرات سيمه ييزو چارواکو ويلي، په دې اړه يې له ايران سره خبرې روانې کړي او ښايي ډېر ژر د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه ختمه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close