هرات: د جعلي پيسو د چاپ ماشين نيول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) الماس خدرخیل

د هرات پوليس وايي، چې په دغه ولايت کې يې د جعلي بانک نوټونو د چاپ يو ماشين نيولی دی.

د هرات د پوليسو وياند عبدالرؤف احمدي رسنيو ته ویلي، چې د هرات د څار ادارې د جعلي نوټونو دغه ماشين د ښار په نهمه ناحيه د ملاسيان په سيمه کې په يو کور کې نيولی دی.

د نوموړي په وينا د يادې دستګاه سره يې يو نفر هم نيولی چې د همدې کور مالک و.

هغه وويل، چې په زياته اندازه جعلي بانک نوټونو تر څنګ په دې کور کې دوه مجسمې او قيمتي کاڼي هم ساتل کېدل.

په ورته وخت کې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، کوم کس چې د دغه ماشين سره نيول شوی، نوموړي په تير وخت کې هم په بازار کې جعلي بانکونو نوټونو سابقه لرله.

جيلاني زياتوي، چې جعلي پیسې او جعلي بانک نوټونه کولی شي چې ملي منافعو ته ضرر ورسوي.

تر دې مخکې هم په پلازمينه کابل او يو شمير نورو ښارونو کې د ډالرو او افغانيو جعل پيسو ترويجوونکي د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close