هرات: د طالبانو نفوذي کس بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله لړم ۱)

د هرات ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو يوه عسکر پر بهرنيو ځواکونو بريد کړی چې په ترڅ کې يې درې بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، پېښه تيره ورځ رامنځته شوې چې په پايله کې يې يو د ناټو عسکر وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.

د ناټو قومندانۍ په خبرپاڼه کې د وژل شوي او ټپي عسکرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

خو ويل کېږي، په بريد کې وژل شوي او ټپيان ټول د چک جمهوريت اتباع دي.

ځايي سرچينې وايي، په دغه برید کې له اعلان شويو شميرو د بهرنيانو مرګ ژوبله زياته ده او برید کوونکی د امريکايانو له لوري نيول شوی دی.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي، دغه بريد تيره ورځ ماذيګر مهال د شينډنډ ولسوالۍ په هوايي اډه کې شوی چې په ترڅ کې يې ګڼ شمير امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي، بريد کوونکی د دوی نفوذي کس و چې خپل نوم يې وحيدالله او د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی.

طالبانو ويلي، د پېښې په اړه به نور جزيات وروسته پر ليکه کړي.

په نږدې يوه اوونۍ کې د طالبانو د نفوذي بريد کوونکو دا دوهمه پېښه ده چې پکې بهرني او داخلي چارواکي په نښه کېږي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

تر دې مخکې طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې دوی د دولت په نظامي ليکو کې لسګونه نفوذي بريد کوونکي ځای پرځای کړي چې له موقع څخه په استفادې به په دولتي او بهرنيو عسکرو او لوړپوړو چارواکو بريدونه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close