هرات: د نفوذي کمانډو سرتیري په برید کې ۳ امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳۰)

له هرات ولایت څخه راپورونه وایي چې، د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو یوه سرتیري پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې دي.

خبر زیاتوي، دا پیښه د شینډنډ ولسوالۍ په هوایي ډګر کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې یو(۱) امریکایي عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د ناټو د ‘غوڅ ملاتړ’ ماموریت هم په یوه خبرپاڼه کې د دې پیښې پخلی کړی دی.

آزادۍ رادیو ته یو شمیر سرچینو ویلي چې دغه افغان سرتیری د خپلو افغان ملګرو له خوا نیول شوی او بهرنیانو ته له سپارل کیدو وروسته په چورلکه کې له سیمې انتقال شوی دی.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او دا یې یو نفوذي برید بللی، طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي

نن ناوخته د هرات ولایت په شینډنډ هوایي ډګر کې یو تن با احساسه نفوذي مجاهد وحیدالله د ننګرهار اوسیدونکي د خپل ټوپک خوله په امریکایي عسکرو واړول ګڼ شمیر امریکایي عسکر وژل شوي او ټپیان دي.

.
دا په داسې حال کې ده چې تیرې پنجشنبې پر ورځ د طالبانو یوه نفوذي بریدګر د کندهار د ولایت مقام کې د یوې امنیتي غونډې تر خلاصیدو وروسته لومړی پر جنرال رازق او د ملي امنیت پر رئیس ډزې وکړې او ځای پرځای یې وواژه، خو کله چې نوموړي غوښتل امریکایي قوماندان او ملګري یې په نښه کړي ـ یوه بې وسلې خبریال، چې خپله هم ووژل شو ، غیږ ورکړه او د نوموړي د نورو تلفاتو د اوښتو مخه یې ونیوله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close