هرات: د نهه پوستو ۱۵۸ سیمه ييز پوليس طالبانو سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۱)

د هرات ولايت څه راپورونه وايي، په اوبې ولسوالۍ کې د نهه پوستو سيمه ييز پوليس طالبانو سره يوځای شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي هم مني چې د يادو پوستو ۱۵۸ سيمه ييزو پوليسو خپلې دندې خوشې کړي او د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

د احمدي په وينا، دغه پوليس (د جل و جذب د مسؤلينو په هڅو له دولتي لیکو رابيل او اسلامي امارت مجاهدینو سره يوځای شول.)

طالبان د دولتي منسوبينو، چارواکو او پوځي کسانو لپاره د “دعوت او ارشاد، جلب و جذب” په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې دولتي کسان له بېلابېلو لارو په استفادې دېته هڅوي چې خپلې دندې خوشې کړي.

د يادونې ده، چې طالبانو تيره شپه د ياد ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې د هغوی دوه پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي او پکې د طالبانو په وينا نهه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close