هرات: د والي پر موټريز کاروان بريد شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷ ) الماس خدرخیل

د هرات والي اصف رحيمي پر موټريز کاروان وسلوال بريد ترسره شوی.

راپورونه وايي نوموړي غوښتل چې د چهارشنبې په ورځ د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ ته سفر وکړي، چې نوموړې ولسوالۍ ته پر لاره په ګردني سيمه کې تر بريد لاندې راغلی.

په دې کاروان کې د والي سره د ۲۰۷قول اردو قومندان محی الدين غوري او امنيه قومندان هم مله و.

د بريد له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

بل پلو د بريد مسوليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې دغه چارواکي د امنيتي وضعيت د جاج اخيستنې په موخه پر لاره و، چې د دوی تر بريد لاندې راغله او له سيمې بېرته مرکز ته وګرځېدل.

تر اوسه معلومه نه ده چې اصف رحیمي له برید څخه روغ وتلی او که نه. طالبانو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د دغه ولايت چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close