هرات: د ګازو ټانکر د چاودنې له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۰)

تیره ورځ ماښام مهال د هرات ولایت د اسلام قلعه بندر په ښارګوټي کې د ګازو یو ټانکر وچاودیده، چې له امله ۵ تنه ټپیان شول او ګڼ مالي زیانونه یې واړول.
خبر زیاتوي، دغه ټانکر له ایران هیواد څخه هرات ته ګاز را لیږداوو ،خو کله  د اسلام قلعه بندر ته ورسید ،د څه خرابۍ له امله یې ډریور مستري ته درولی چې په همدې مهال چاودنه رامنځته شوې .
وروستي راپورونه وایي چې په پیښه کې د موټر چلوونکي او مستري په ګډون ۵ تنه  مرګوني ټپیان دي او نږدې ودانیو او دکانونو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي ،دغه راز په سیمه کې د بریښنا لینونه هم پرې شوي دي.
سرچینې وایي، تر پیښې سملاسي وروسته اطفایه سیمې ته رسیدلې او د پراخې اور لګیدنې مخه یې نیولې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close