هرات: سلګونو دیني علماؤ د بهرنیانو په وتلو ټینګار وکړ

علماؤ وویل؛ د بهرنیانو په وجود کې سوله نا ممکنه ده او هغوی چې د سولې د راتګ غوښتنه کوي، لومړی دې بهرنیان له هیواد څخه رخصت کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۸)

په هرات ولایت کې د هیواد له ګوټ ګوت څخه راټولو شویو علماؤ چې شمیر یې ۵۰۰ تنو ته رسیده له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه وکړه.
علماؤ وویل؛ په هیواد کې روانه نا امني د بهرنیانو د حضور محصول ده او که هغوی نور هم پاتیږي ښایي په هیواد کې روان وضعیت نور هم خراب شي.
علماؤ وویل؛ د بهرنیانو په وجود کې سوله نا ممکنه ده او هغوی چې د سولې د راتګ غوښتنه کوي، لومړی دې بهرنیان له هیواد څخه رخصت کړي.
علماؤ د داعشي وسلوالو او حکومتي ځواکونو له خوا د مقدسو ځایونو په نښه کول هم وغندل او زیاته یې کړه چې هره وسلواله ډله دا کړنې ترسره کوي باید محاکمه شي او کړنې یې د تقبیح وړ دي.

علماؤ په یوه پریکړه لیک کې ټینګار کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي راتلونکې ټاکنې به تحریم کړي.
تر دې وړاندې هم په ځلونو د هیواد جیدو علماؤ په عامه غونډو کې د روان بحران اصلي لامل د بهرنیانو وجود بللی او د هغوی د ژر تر ژره وتلو غوښتنه یې کړې.
وروستۍ غونډه دوه میاشتې وړاندې د سولې دعالي شورا په ابتکار په کابل کې جوړه شوې وه چې د هیواد له مختلفو سیمو سلګونو علماؤ په کې ګډون کړی و.
که څه هم علماؤ د سولې د راتګ په خاطر د بهرنیانو وتل اړین بللي و، خو د سولې د عالي شورا یې خبرې معکوسې نشر کړې وې او د هغوی دې مهمې غوښتنې ته یې هیڅ پام نه و کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close