هرات: شینډنډ کې محلي پولیسو ۴ تنه کلیوال شهیدان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۲) عبدالهادي همت

نن غرمه  یوولس بجې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې محلي پولیسو د خپل یو قومندان عبدل په غچ کې ۴ تنه کلیوال له کورونو راوویستلي او بیا یې په ډير وحشت سره شهیدان کړي دي.

د محلي پولیسو(اربکیانو) وژل شوی قومندان عبدل چې په سیمه کې یې په ظلم کې شهر ت درلود؛ تېره ورځ د طالبانو په یو نفوذي برید کې ووژل شو.

دا لومړی ځل نه دی، چې اربکیان د خپلو وژل شویو ملګرو په غچ کې ملکي وګړي په شهادت رسوي، بلکې له دې وړاندې یې هم په وار وار سره دې ته ورته جنایتونه ترسره کړي دي، چې حکومتي رسنۍ یې هم په اړه چوپه خوله وي.

کله چې طالبان په دولتي ځواکونو بریدونه وکړي، دوی د خلکو پر کورونو د سپکو او درنو وسلو ډزو ته زور ورکړي؛ او کوم وخت چي د تلفاتو سره مخ شي د طالبانو غچ له ملکي وګړو څخه اخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close