هرات: شینډنډ کې ۲۰ تنه سرتیري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۵)

له هرات نه ورکړل شوي راپورونه وایي؛ چې د طالبانو په نفوذي او ډلییزو بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبر زیاتوي؛ د دغې ولسوالۍ د قلعه دختر په سیمه کې په پوسته کې دننه د طالبانو یوه نفوذي ملګري په خپلو ملګرو ډزې وکړې، چې څو تنه عسکر یې ځای پر ځای ووژل.

طالبان وایي، تر نفوذي برید وروسته یې سملاسي په یادو سیمو کې پر میشتو قرارګاوو بریدونه کړي چې له امله یې شاوخوا ۲۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
طالبانو دغه راز ادعا کړې چې د یوه کمین په ترڅ کې یې ۴ تنه محلي پولیس وژلي او یو ټپي دی.
دولتي ځواکونو ته داسې مهال تلفات اوړي چې نن د فراه په پشتکوه ولسوالۍ کې یو بشپړ کنډک د طالبانو لاس ته ولوید او د ملي اردو ګڼ شمیر عسکرو ته د مرګ ژوبله اوښتلو سربیره  لسګونه نور ژوندي طالبانو ونیول

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close