هرات ولایت کې څلور پولیس نادرکه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی

د هرات ولایت پولیسو ویلي، چې په ادرسکن ولسوالۍ کې ۴ تنه پولیس نادرکه شوي دي.

د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي ویلي، چې دغه څلور تنه پولیس تیره شپه د ادرسکن ولسوالۍ د سیند منځ پوستې څخه نادرکه شوي دي او تر اوسه یې سرنوشت نه دی معلوم شوی.

نوموړي ویلي، چې د هرات ولایت امنیه قومندانۍ پدې اړه یو هیئت ټاکلی تر څو دغه موضوع وڅیړي.

په هرات کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دغه څلور تنه پولیس د یو سازش له مخې طالبانو سره یو ځای شوي دي.

یادې سرچینې ویلي، چې دغو ۴ تنو پولیسو د خپل نظامي قطار څو ملګري هم وژلي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو پدې اړه څه نه دي ویلي، خو تیره ورځ دوی په یوه خبر کې ویلي وو، چې د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ اړوند د اسفزر کلي په سیمه کې يې د عملیاتو په موخه راغلیو عسکرو باندې د شپې لس بجې  وسله وال برید کړی، چې پکې یې ۲ تنه عسکر وژلي او ۲ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

قاري یوسف احمدي په یاد خبر کې ویلي، چې د عسکرو له قطار څخه یې ۲ تنه عسکر اسیران کړي او نور یې له سیمې تښیدلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close