هرات: پنځلس محلي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم۲۰)

د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوه عسکر په ګډون ۱۵ تنه محلي پولیس طالبانو تهورغلي.

طالبانو له دوی سره د یوځای شویو امنیتي کسانو پخلی کړی او د هغوی د نومونو لیست یې هم خپور کړی دی.
طالبان وایي، دغه کسان د دوی د جلب او جذب کمیسیون په هڅو د حکومت له لیکو را جلا شوي او ژمنه یې ورسره کړې چې بیا د طالبانو پر وړاندې پر مخالفت لاس نه پورې کوي.
دا په داسې حال کې چې طالبانو تیره ورځ د اکتوبر د میاشتې مستند راپور خپور کړ چې په کې د حکومت له لیکو څخه  تر زرو ډیرو عسکرو د جلا کیدو خبر ورکړل شوی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close