هرات: پولیسو د تابان تلویزیون مسئول مدیر ډبولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی

په هرات ولایت کې د ځايي تلویزیون «تابان» مسئول مدیر د پولیسو لخوا وهل شوی دی.

د تابان تلویزیون مسئول مدیر غزیز احمد صادقي، چې تیر ماښام د هرات ولایت په مرکز کې د مستوفیت څلور لارې سره نږدې د دوو موټر چلوونکو تر منځ  نښته وه، نوموړی یې د خلاصون لپاره ورغلی تر څو یې سره خلاص کړي؛ خو د امنیتي پولیسو او ترافیکي پولیسو لخوا وهل شوی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسئول همایون نظري ویلي، چې دا موضوق یې چارواکو ته رسولې، د هرات ولایت ځینو نورو خبریالانو په دغه پيښه خواشینې ښکاره کړې ده، دوی د خبریالانو بې احترامي غندلې او په دې اړه یې د عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه وڅیړي.

 د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد ویلي، چې د تابان تلویزیون مسئول عزیز احمد صادفي په اړه یې پلټنې پیل کړي او ډير زر به د پيښې عاملینو سره جدي برخورد وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ هم په فراه ولایت کې د عروج رادیو مسئول ابراهیم پرهار ددغه ولایت د پولیسو لخوا وهل شوی و.

په وروستیو کې په هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاو تریخوالي پیښې زیاتې شوي چې تر ډيره د امنتیي مسئولینو او یا د وسله والو زورواکو لخوا وهل ډبول کیږي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې ادارې (نی) ویلي په کال ۲۰۱۶م کې افغانستان کې ۱۴ خبریالان وژل شوي او دغه کال يې د افغان خبریالانو دپاره خونړی بللی دی.

د نی ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر ویلي، په کال ۲۰۱۶م کال کې ۱۴ افغان خبریالان وژل شوي، ۲۳ ژوبل شوي او ۴۳ باندې تشدد شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close