هرات: چسپکي ماین یوه چورلکه نسکوره کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) زرغون خوږیاڼی

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ د ملي اردو د هوايي ځواکونو یوه روسي ډوله چورلکه د چسپکي ماین په توسط نسکوره شوې ده.

د نسکورې شوې چورلکې پیلوټ ویلي، چې په چورلکه کې یو چسپکي ماین ځای پر ځای شوی و چې د انفجار له کبله یې یاده چورلکه تخریب شوه.

د اردو د هوايي ځواکونو ویاند جنرال عبدالوهاب وردګ تائید کړې، چې د ملي اردو د هوايي ځواکونو یوه روسۍ چورلکه د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍکې د بهرنیو پوځیانو په یوه نظامي اډه کې نسکوره شوې، خو نوموړی د مقناطیسي بم له امله د چورلکې نسکوریدل ردوي.

عبدالوهاب وردګ وايي، چې چورلکې د تخنیکي ستونزې سره له مخامخ کیدو  وروسته له یوې ودانۍ سره ټکر کړی چې پکې ناست عسکرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د عبدالوهاب په وینا چورلکه په ټولیزه توګه تخریب شوې ده.

 له تیرو دوو میاشتو راهیسې دا د افغان هوايي ځواکونو درېيمه چورلکه ده، چې د هیواد په غربي سیمو کې نسکورې شوي او له منځه ولاړې.

تیره میاشت د ملي اردو د هوايي ځواکونو یوه چورلکه چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال محی الدین یې لیږدولو د بادغیس ولایت په موریچاق سیمه کې د طالبانو لخوا نسکوره شوه، چې پکې یاد قومندان د یو شمیر نورو لوړپوړو  چارواکو سر یو ځای ووژل شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close