هرات کې د شري ناروغۍ ۲۰ تنه ماشومان وژلي

په هرات ولایت کې روغتیايي مسوولین وايي شري ناروغۍ د اخته شوو ماشومانو شمیر له ۴۰۰ څخه اوړي، د دغه شمیر څخه ۲۰ تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده خو بل لورې ته ددې ولایت روغتیايي مسوولین وايي  چې دغه شمیره به زیاتیدو ده .
په همدې حال كې د هرات د حوزوي روغتون د كتلوي معافيت برخې مسوول عبدالوحيد رحماني وايي، څلور مياشتې وړاندې په دغه ولايت كې د شري ضد واكسين د كمپاين په ترڅ كې له نهه مياشتنۍ تر ۱۰ كلنۍ پورې شاوخوا يو ميليون او ۱۰۰ زره ماشومان واكسين شول.
د رحماني په وينا، د شري ضد واكسين د كمپاينونو له لارې هڅه كېږي په راتلونكو درېيو كلونو كې په هرات كې دا ناروغي له منځه يووړل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close