هرات کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

کابل ټکی کام ۰۴عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

هرات ولايت کې د څلورم ځل لپاره د کتابونو نندارتون جوړ شو.

دغه کتابتون د دې ولاي د فرهنګ او خپرندويانو د ټولنې په نوښت رامنځته شوی دی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکو رسنيو ته وويل، چې په دې نندارتون کې له ۳۵ زرو ډېر جلده کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي او غوښتونکي کولای شي، خپله اړتيا له دې ځايه پوره کړي.

چارواکو زياته کړه، چې دغه نندارتون چې څلورم ځل لپاره جوړ شوی وی، په ۳۰ غرفو کې جوړ و او له ۳۵ زرو ډېر کتابونه په کې وړاندې شول.

ويل کېږي، چې دغه کتابتون به د لسو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانستی وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close