هرات کې شپاړس سیمیز پولیس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۶)

ترلاسه شوي خبرونه وایي، چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د “پیرخوله“ په نامه سیمه کې محلي پولیسو (اربکیانو) ته درنه مرګ ژوبله اوښــتې.

امنیتي سرچینو رسنیو ویلي، تیره شپه طالبانو د اربکیانو پر یوه قرارګاه برید کړی او د مرګ ژوبلې اړولو سربیره یې د هغوی ګڼ شمیر وسایل له ځانه سره وړي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي، په دې برید کې یې قرارګاه په بشپړ ډول نیولې او ۱۶ اربکیان یې ځای پرځای وژلي.
طالبانو د ۳۰ میله وسلو او نورو مهماتو د نیولو سربیره دا هم ویلي چې په دې تعرضي برید کې د دوی ملګري کوم تلفات نه لري.

د هرات ځایي چارواکو تر اوسه رسماً په دې تړاو کوم غبـرګون نه دی ښوودلی، خو تر وړاندې یې د ځینو ولسوالیو او لویو امنیتي مرکزونو د سقوط وړاندوینه کړې وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close