هرڅوک به خپل داعمالو سزا ویني که رازق وي یا جبار

لیکوال: شهاب لیوال

دا هغه خاوره ده چې دمغرورو ککرۍ ورکې خاورې شوې دي دلته غلامانو ته پرته له ذلت او حقارت بل هیڅ هم نه دي ورپه برخه شوي ،رازق چا او څنګه صحنې ته راوست .

جنرال رازق په خټه پښتون او د اڅکزيو قوم څخه دی، چې د عامو خلکو ترمنځ تر ډېره په جنرال رازق ښه پېژندل کيږي، هغه ۳۹ کاله مخکې په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

که داسلامي امارت پیدایښت ته پاملرنه وکړو نو جوته به شي چې اسلامي تحریک د جنرال رازق دپلار او تره دظلمونو په ترڅ کې منځه ته راغلۍ. طالبانو خپل حاکميت په لومړيو وختونو کې يې، د نوموړي پلار او تره ووژل.

جنرال عبدالرازق په ۲۰۰۱ زېږديز کال د اڅکزيو د قوم له هغې ډلې سره يوځای شو، چې د طالبانو پر وړاندې يې جګړه او مقاومت کولو، د يادې ډلې مشري ګل اغا شيرزي او فدا محمد په نوم قومندان پرغاړه درلوده.

کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له منځه ولاړ او هیواد مو د اشغالګرو له خوا یرغل شوو او پرځای د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره منځ ته راغله، رازق هم سياسي او پوځي ډګر ته راغلو، په ځانګړې ډول جنرال رازق له ۲۰۰۲ زېږدي کال څخه بيا تر نن پورې د پوليسو په امنيتې ارګانونو کې دنده پرمخ وړي وه .

جنرال رازق په لمړیو کې یو عادي عسکر په توګه څرګند شوو ورو ورو داشغالګرو دپام وړ کس شوو او په جنوب کې یې ځان ته ښه مهره وګڼله ،تمویل او تجهیز یې که د ډالرو بوجۍ ورکړې او د مادیاتو په زور یې په مظلومو هیوادولو وتپل او شخصي زندانونه، ترور،او مجهوله قتلونو کې نوم وښکه .

د کرایه شو خیاطانو په قلم یې ځان د قندهاریانو ناجي جوړ که خو بلاخره یې خپل د اعمالو سزا په دې دنیا کې ولیده او دګناهونو له پیټي سره دآخرت په سفر لاړ من تشبه بقوم فهو منهم په مصداق به له هغه چا سره حشر شي چې ورسره په یو صف کې ولاړ وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close