هر سحر ۴ ګیلاسه اوبه وڅښئ، او له پنځلسو ناروغیو ځانونه وژغورئ

کابل ټکی کام ۲۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
روغتیا پوهانو ویلي دي، هر سحر چې را پاڅئ، نو په نهره (تشه معده) باندې ۴ ګیلاسه اوبه وڅښئ، که مو په لومړیو کې د ۴ ګیلاسه اوبو د څښلو توان نه درلود نو کمې وڅښئ خو ځان ورو ورو د دې قابل وګرځوی چې ۴ ګیلاسه اوبه وڅښی شئ.
روغتیا پوهان وايي، کله مو چې په نهره ۴ ګیلاسه اوبه وڅښې نو تر ۴۵ دقیقو پورې خواړه مه خورئ، او بیا مو که له ټاکلې مودې وروسته اوبه وڅښلې، نو تر ۲ ساعتونو پورې بیا له اوبو څخه ډډه وکړئ.
ډاکټرانو د لاندې خطرناکو ناروغیو لپاره د اوبو د څښلو موده توصیه کړې ده.
د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ د مخنیوي لپاره ۹ میاشتې اوبه څښل
د سرطان ناروغي درملنې لپاره ۸ میاشتې اوب څښل
د سل ناروغۍ لپاره ۶ میاشتې اوبه څښل
د وزن د کمښت او یا تنفسي ستونزو لپاره ۴ میاشتې اوبه څښل
د شکر ناروغي، د وینې کموالي،د زړه ناروغي، د وینې فشار ستونزو د ختمولو لپاره یوه میاشت اوبه څښل
د پوزې، غوږونو او د ستونې د ناروغیو د علاج لپاره ۲۱ورځې اوبه څښل
د قاعده ګۍ او یا میاشتنۍ ناروغیو د معالجې لپاره ۱۵ ورځې اوبه څښل
د بې اشتهاګۍ، ګُردو، یا پښتورګو ناروغیو د درملنې لپاره ۹ ورځې اوبه څښل توصیه شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close