هغه ستونزه چې حکومت یې د حل توان نه لري

خاموش

افغانان د اشرف غني لخوا يواړخيز اوربند ته يو څه خوښ وو، خو بيا یې هم شک درلود که یې طالبان ونه مني، هيڅ ګټه به ترلاسه نه کړي.

 له نېکه مرغه، طالبانو چې د کمکي اختر په درې ورځو کې کوم اوربند اعلان کړ، په تېرو ١٧کلونو کې چې څومره کورنۍ او غړي یې يو له بله جدا شوي وو، په دې اوربند کې یې د اختر خوښۍ په ګډه سره  تيرې کړې.

ټول افغان ولس د طالبانو اوربند ته هرکلی ووايه، خو هغه ستونزه چې له ١٧ کلونو راهيسې ورسره افغان ولس لاس او ګرېوان دى په اوربند کې هم حل نه کړاى شوه. هغه په هېواد کې د جګړو له امله د بې کورۍ ستونزه ده. څومره چې  جګړې زور اخلي، هومره د هېواد په داخل کې افغانان بې کوره کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي دي په افغانستان کې ۱۳۲ زره کسان بې ځایه شوي دي او د جګړو په زیاتېدو سره د بې ځایه شویو کورنيو شمېر هم زیات شوی دی، کومو کورنيو چې خپل کورونه پريښي دي، تراوسه بې ځايه دي. په سيمو کې یې دې ته زمينه نه برابرېږي چې له بدامنيو تللې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته راشي .

ياد دفتر وايي، د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جون میاشتې تر ۱۷مې نیټې پورې، په ټوله کې ۱۳۲۷۴۴ کسان د افغانستان دننه له خپلو ټاټوبو بې ځایه شي دي.

 امريکا او افغان دفاع وزارت رسنيو ته دمخه په وار وار ويلي و چې که په طالبانو فشار زيات کړل شي، اوربند او سولې ته به غاړه کښېږدي، خو د امريکا او دفاع وزارت ګواښونو پر طالبانو درې ورځنی اوربند تمديد نه کړ او نه یې پرې تر اوږدې مودې پرې وغځاوه .

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر د راپور له مخې، په ۲۰۱۷ز کال په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۴۵۰ زرو ته رسېده. په ۲۰۱۶ز کال کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر تر ۶۶۰ زرو زیات وو.

د ۲۰۱۴ز کال په دسمبر میاشت کې، د ناټو د جنګي ماموریت تر ختمېدو وروسته، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې د هېواد تر ۱۴ سلنې زیاته برخه یې تر کنټرول لاندې راوستله.

 د رسنيو د راپورونو له مخې، دا مهال د هېواد په ۳۰ سلنه برخه کې جګړې روانې دي او دا ٣٠سلنه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، چې د جګړو او بمباريو له امله د بې ځايه شویو کورنيو د بې کوريو ستونزې ورځ په ورځ زياتېږي ..

يواځې دا نه چې په لیرو پرتو سيمو کې د ناامنيو له امله افغانان کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، په هغو سيمو کې چې حکومت پکې کنټرول لري د شپنيو عملياتو او هوايي بمباريو له ويرې هم خلکو خپل کورونه پريښې دي، چې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د شپنيو عملياتو، توغنديو او بمباريو له امله د هېواد په داخل کې د بې کوريو ستونزه نه دا چې په اوربند کې حل نه شوه، بلکې نوره هم پسې زياته شوه او حکومت یې د کنټرول توان نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close