هغه موارد چې رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړي

عزیر اسدخیل

  • د جنابت په حال کې خوراک کول
  • د میوه دارې ونې لاندې قضای حاجت پوره کول
  • د لاري پر سر قضای حاجت پوره کول
  • په چپ لاس خوراک کول
  • د تکیه وهلو په حال کې خوراک کول
  • جنازو ته د ښځینه وو تلل
  • د تصویرونو کښل
  • ژوی په اور سوځول
  • دین ته ښکنځل کول
  • د ګندګۍ زباله دانی د شپې لخوا په کور کې ډکه پریښودل
  • د میړه له اجازې پرته له کوره وتل
  • له میړه پرته نورو ته ځان ښایسته کول
  • غیبت کول او اوریدل
  • چغلګري کول او اوریدل
  • د سپینو او سرو زرو په لوښو کی څښاک
  • د شرابو جوړول، څښل، څښول، پلورل، پیرل، وړل، او چاته چې وړل کیږي، ګټه یې خوړول
  • د سود خوړل، د سود ګواهی کول، د سود لیکل
  • څاروي پر مخ باندی وهل
  • د بل عورت ته کتل
  • په خوراک او څښاک او سجدې ځای کې پوکی کول
  • د قبرونو په مینځ او لارو کې لمونځ کول
  • د شاتو مچۍ وژل
  • د الله له نامه پرته د بل چا په نامه سوګوند کول
  • د جمعي په ورځ د امام د خطبی پر مهال خبرې کول
  • د لمر ختو او لمر پریوتو پر مهال لمونځ کول
  • د 2 اخترونو، شک، او تشریق په ورځو کې روژې نیول
  • د څارویو په څیر په پراته حالت اوبه څښل
  • په کوهي کې لاړې توکول
  • له مزدورۍ ټاکلو تر مخه پر مزدور کار کول
  • لږ سره زر په زیاتو سرو زرو بدلول یا خرڅول

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close