هغه ښکرور چې په ګونډو شو

نصیب ځدراڼ

یرغلګر چې په کوم وطن یرغل وکړي نو هلته یؤ څو داسې کسان کرایه کړي چې د وطندوستۍ،قوم پرستۍ مذهب یا د وطن د پرمختګ جامه ور په تن کړی او بیا یې د خپلو اهدافو سر ته رسولو لپاره استعمالوي.

کیسه اوږدوم نۀ عزیز الله کاروان موضوع به رواخلم عزیز الله په قوم تاجک ۱۹۸۰ کې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ کې پیدا شوی وو د ځوانۍ پیل کې یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې کباړ خرڅولو کله چې ناټو په افغانستان یرغل وکړ نو د ډېرو افغانانو غوندي یې خپل خدمتونه د ناټو حضور ته وړاندي کړل.

د انګریزانو سره یې یو ځای د طالبانو په خلاف عملیات پیل کړ او ډېر ژر یې ځان د انګریزانو یو متعمد سړی ثابت کړ.

د پکتیکا په مختلفو ولسوالیو کې د عزیزالله په عملیاتو کې د وژل شویو خلکو سلګونه کیسي مشهورې دي چې په یؤه لیکنه کې نۀ راځي،خو د نومؤړي د وحشت دا طریقه وه چې په کورو کې به یې خلک وژل او د مرګ نه پس به یې د جسدونو بې حرمتې کوله د ارګون په بازار کې یې د یوه طالب جسد د ټانګونو مخې ته کیښود او تر اتیه زیات ټانکونه ورباندي تیر شول،کورنۍ ته یې د جسد هیڅ نښه په لاس ورنغله.

د ۲۰۱۷ کال لسمې میاشتې پر ۲۸م تاریخ باندي پکتیکا یحیاخېلو کې د عزیزالله د نجم المدارس په نوم د لویې مدرسې کتابخانه او د مدرسې مسجد یې په بمونو والوزول او د مدرسې ټول ملحقات یې له منځه یوړل.

د سروبي ولسوالۍ یؤه کلی ته ورغلی وو ورته ویل یې دا ځوانان مو راکړئ چې زموږ سره اربکیان شي،د کلي خلکو انکار تر کړی،عزیز الله کاروان د کلي ځوانان ټول یوه لوی موټر(ډم ټرک) تر خیجولی وو بیا یې په لوی سړک له موټر نه لاندي غورځولي وو.

په ارګون کې یې په روژه کې په یؤه کور چاپه و وهله، یؤ سړی چې له ایران نه مسافر اختر تیرولو لپاره راغلی وو،له کوټې نه راوباسو او د وهلو پیل یې ورباندي وکړ،مور یې زارۍ ورته کوي چې زوی مې مسافر دی مۀ یې وهئ هیڅ یې نه دي کړي،زوی یې ورته په وهلو وهلو بیهوښه کړ،مور یې پاسه ورباندي څملاسته چې زوی یې نور د وهلو ټکولو وژغوري،د سړی ښځه چې د عزیز الله د قوم(تاجکه) وه زارۍ ورته کوي چې نور یې پریږدئ.عسکرو سپین سرې مور تر کمڅیو رانیسي او یؤ طرف ته یې غورځوی د سهار اذانونه پیل کېږي قوماندان عزیز الله عسکرو ته اشاره کوي چې “کشته کو این پنجابک”عسکر ډزې پیل کړي او د مور،میرمنې او ماشومانو په منځ کې یې د کور څښتن د تل لپاره خاموشه کړ.

د پکتیکا هر سړی چې درسره کینې د عزیزالله د وحشت یؤه کیسه به درته بیانوي خو عجبه دا د چې ملاتړي یې وایې په وطن میئن سړی وو،لګ پسې راتیر شئ زمری وو،او د وطن ساتنه یې کوله

عجیبه زمری وو چې د زرګونو کیلومترو لیرې نه راغلو انګریزانو اهداف یې تر دوي ښۀ په مخ وړل عامو عسکرو سره به بل رقم اسلحه او موټر وو او عزیز الله به په هغو ټانګو کې ګرځیدو کوم به چې انګریزانو خپله استعمالول.

یؤ پرتوګ چې د عزیز الله وحشتو ته به کیدو چې د پاکستان دښمن وو.پنجابیان یې وژل.پاکستان خو په لواړه کې په کیلومترو د افغانستان خاوره لاندي کړه د ډیورنډ په کرښه یې اغزن تار پیل کړ انګور اډه کې یې دروازه جوړه کړله خو دي د پاکستان دښمن یؤ ډز ورباندي ونکړ هو هغه ازادۍ غوښتونکي او د یرغلګرو په ضد پاڅون کونکي سلګونه ځوانان یې شهیدان کړل چا چې د ۴۹ کفري هیوادو څخه د خپل دین او وطن دفاع کوله صرف نظامي طالبان نه په سلګونو ملکیان یې شهیدان کړل خو چا د پوښتنې جرئت نشو تر کولې دومره افغانان او بیا خصوصاً پکتیکا وال پښتانه لکه عزیز الله چې و وژل نه پنجاب وژلي نه ناټو و وژل.

د ناټو په ضد جنګ لسګونه “انګریزي زمریان” فرعونیان راپیدا شول.اسد الله خالد،عزیز الله کاروان،،د زرمت پینچر مین،د کندهار جاجو،د خوست عرفات،د پکتیا عزیز منګل،د د روزګان مطیع الله،د لغمان عبدالله لغمانی،جنرال داود همداسې بې شمیره وو چې ځانونه یې په وطن میئن معرفي کول ، په حقیقت کې په ډالر او د وطن د خلکو په مرګونو میئن وو خو طالبان په کمزورو وسائلو او تاکتیکونو د دوي ښکر ور مات کړل او پاتي قاتلان دي هم د دوي د انجام نه درس واخلي چې د دومره امنیتي تدابیرو او پیرو هم د طالبانو مخه ونه نیوله چې دوي ته د خپلو جنایتونو سزا ورکړي.

تاریخ هر څۀ څارې او راتلونکی نسل ته قضاوت پریګدي دا فیصله به راتلونکی نسل کوي چې اتلان او زمریان هغه څوک وو چې د نیمایي نړۍ مقابله یې په ژیړو بوشکو کوله د خپل بدن نه به یې بارود تاو کړل د هډوکو او غوښو نه به یې چرې جوړلې کړلې او یرغلګر به یې وژل په بمباریو کې به یې جسدونو د شناخت نه و وتل،خو بیا یې هم نیمایي نړۍ(ناټو) ته سر ټیټ نکړ او که هغه زمریان وو چې د پاسه به د ناټو چورلکې او طیارې ګرځیدي، امریکایي ټوپک په لاس کې،دریشې په غاړه او په امریکایي بوټ به یې د افغان ورور کور دروازه ور ماتؤله او په دي جرم به یې شهید کړ چې د یرغلګرو سره جنګ ولي کوي؟

احمد شاه بابا او میرویس نیکه خو اوس نشي راوژندي کیدلی چې د دوی په اړه پوښتنه تر وکړو.خو دا فیصله به تاسي او تاریخ ته پریږدو

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close