هغه یې کتاب شرحه کړ، ده لور ورکړه

حامد افغان

له سمرقند نه مشهور عالم او فقیه علاء الدین السمرقندي رحمه الله د شام “حلب ” نومي ښار ته کډه شو، هلته دیره او په درس او تألیف بوخت شو، ده څو کتابونه لیکلي دي چې مشهور کتاب یې په حنفي فقه کې ” تحفة الفقهاء ” دی، د ده یوه لور وه چې فاطمه نومیده او خورا زیاته ښایسته وه، ښه عالمه او فقیهه وه، علم یې له پلاره زده کړی و او د خپل پلار دا دری ټوکه کتاب (تحفة الفقهاء) یې ټول یاد و، د فاطمې د ښکلا او پوهې صفتونه دنیا ته رسيدلي و او آن د وخت پاچایانو یې له پلاره غوښتې وه خو د هغه زړه نه پرې کیده.

په دې وخت کې د ترکستان له “کاسان ” نومي ښار نه یو طالب راغی او له دې فقیه عالم سره یې سبقونه پیل کړه، او په ابوبکر الکاساني سره یادیدی، له ده سره یې ډیر وخت تیر کړ او د مختلفو علومو پهداصولو او فروعو کې یې پوره مهارت ترلاسه کړ، د درس په وروستیو شپو کې د خپل استاد په کتاب (تحفة الفقهاء) باندي خورا ښایسته او تفصيلي شرحه ولیکله چې اوس په (بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع) سره یادیږي. کله یې چې شرحه تکمیل کړه خپل استاد ته یې وړاندي کړه، هغه چې وکتله ډیر زیات خوند یې ورکړ او بیخي زیات پرې خوشاله شو، دومره زیات چې هغه ته یې وویل: د دې شرحي په بدل کې به زه خپل لور تاته پن نکاح کړم یعني داشرحه د هجغه د لور مهر شوه، نو هغه مهال په خلکو کې دا خبره مشهوره شوه چې: شرح تحفته وتزوج ابنته . یعني هغه یې تحفه کتاب شرحه کړ ده لور ورکړه.

فاطمې په علم او فقه کې خورا زیات مهارت لاره، پلار خو په ټوله سیمه کې منل شوی استاد و او وروسته یې میړه (ابوبکر الکاساني) هم خورا زیات مشهور شو او د سیمې علماو د “ملک العلماء ” لقب ورکړ، ده له خپلې عالمې میرمنې سره هم خورا زیاته مینه لرله ، د هغې پوهه دومره زیاته وه چې په ځینو فتواوي کې به یې د خپل میړه خطابي نیوله او هغه به هم ورسره ومنله، مخکي به چې د دې پلار کومه فتوا لیکله په هغه به د ده او د لور دواړو لاسلیکونه و او وروسته به یې د میړه لاسلیک هم ورسره و . یعني په هره فتوا به د دريو واړو لاسلیکونه لازمي وو.

د فاطمې په اړه تاریخ لیکي چې د حلب په لوی اموي جومات کې د ” الحلاویه ” په نوم د فقهاو له پاره پوه لویه مدرسه وه، په یوه روژه کې فاطمې د خپلو لاسونو د سرو زرو بنګړي خرڅ کړل او د دې مدرسې فقهاو ته یې روژه مات پرې واخیست، وروسته بیا نورو خلکو د دې دا د خیر کار ډیر کلونه روان وساته،

ویل کیږي د فاطمې او میړه ترمنځ یې خورا زیاته مینه وه یو وخت یې خپل میړه ته وویل چې نور به “حلب ” پریږدو او “کاسان ” ته به کډه کیږو میړه یې نه غوښتل چې له حلب نه کډه وکړي خو دا یې هم نشوي خپه کولی نو د وخت له واکمن عادل پاچا نور الدین محمود نه یې مرسته وغوښتله او هغو د خپلو کوروالو له لاري فاطمه قانع کړه چې په حلب کې پاته شي. په کال 582هـ/1186م دا ستره عالمه وفات سوه او په حلب کې دفن شوه، ویل کیږي میړه به یې هره جمعه قبر ته ورتلو تر څو په کال 587هـ کې هغه هم وفات شو او د دې خواته دفن شو او اوس هم زیارت کوونکي د دوی دواړو قبرونه د میړه او ښځې په قبرونو سره یادوي رحمهما الله تعالي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close