هغوی ته چې د ږیرې په هکله پوره معلومات نلري

عزیر اسدخیل

ږيره وهل او کمول حرام دي، ږیره وهل د حضرت محمدﷺ په شمول د ټولو انبياوو عليهم السلام له سنتو سره مخالفت دی.

 ږیره پرېښودل ډېر ستر فضیلت لري چې، یو پیغمبرﷺ هم ترک کړې نده؛ خو متاسفانه زمونږ ځوان نسل پدې نه پوهیږي چې ږیره په اسلام کې څه اهمیت او حیثیت لري.

د اسلام مبارک دین موږ ته د ښه ژوند تیرولو، معاملاتو او ښایسته اخلاقو ښوونه کړې، همدا رنګه یې موږ ته د ظاهري شکل، او جامو ښوونه او هدایت هم کړی دی.

 یو تن هغه وخت پوره مسلمان کیدلی شي، چې ددغو هدایاتو او لارښوونو پوره پابند شي او د سنت نبوي لار غوره کړي؛ خو که یو تن د اسلامي ښوونو سره مخالف وي؛ نو د پوره مسلمانۍ دعوه یې ناسمه ده.

لکه څنګه چې، اللهﷻ د (البقرة) سورت په ۲۰۸ نمبر آیت کې وایي:

يأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ادْخُلُوا فِى السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوتِ الشَّيْطنِ  إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ.

ژباړه:

 اى مومنانو! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شيطان پیروي مه کوئ، بې شكه هغه ستاسې ښکاره دښمن دى.

پورتنی آیت شریف د حضرت عبدالله بن سلام”رض” او د هغه د ملګرو په اړه نازل شو، چې هغوی مسلمانان شول؛ نو د اوښ غوښه یې نه خوړه؛ ځکه چې د دوی په مخکیني دین کې د اوښ غوښه نه خوړل کېده؛ نو دوی داسې فکر وکړ، چې د یو حکم پرېښودل؛ خو څه پروا نکوي، ځکه د اوښ غوښه خوړل خو فرض نه ده او نه هم واجب ده؛ نو په دې وخت کې اللهﷻ په دې کوچنۍ خبره آیت نازل کړ چې، تاسو کامل مسلمانان نه یاست، تر هغه چې د اوښ غوښه مو نه وي خوړلې.

همدا ډول، اللهﷻ د (النساء) سورت په ۱۱۸ او ۱۱۹ نمبر آیتونو کې فرمايلي:

 -لَّعَنَهُ اللَّهُ  وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا، وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَءَامُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ الْأَنْعمِ وَلَءَامُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ  وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا.

ژباړه:

 -چې اللهﷻ هغه لعنتي کړی دى (هغوى د هغه شيطان اطاعت كوي) چې هغه الله ته ويلي وو: “زه به ستا له بندګانو څخه يوه ټاكلې برخه واخلم، زه به هغوی خامخا لار  ورکي کړم، زه به هغوی په هيلو کې لتاړ کړم. زه به هغوۍ ته امر وکړم او هغوى به زما په امر د څارويو غوږونه څيري کړي. او زه به هغوی ته امر وکړم او هغوی به زما په امر ستا د ذات جوړښت او پيدايښت کې رد و بدل راولي.” چا چې دا شيطان د اللهﷻ پر ځاى خپل دوست او سرپرست ونيوه، هغه په ښكاره تاوان کې وغورځېد.

ټېګونه

اړوند مطالب

Close