هغوی له مونږ نه ډیر غیرتمند وو

لیکوال: مختار فاروقی—

حضرت عبدالله بن عمر (رضی الله عنهما) نه روایت دی:

چې کله د حضرت عمر(رضی الله عنه) لور حفصه بي بي (رضی الله عنها) کونډه شوه نو حضرت عمر(رضی الله عنه) فرمایي!

چې له حضرت عثمان(رضی الله عنه) سره مخامخ شوم ما حفصه(رضی الله عنها) ورته پیش کړه او اورته وه مې ویل که چیرته د تا خوښه یي حفصه(رضی الله عنها) د عمر(رضی الله عنه) لور به درته په نکاح درکړم؟

حضرت عثمان(رضی الله عنه) راته و فرمایل!

زه به په خپل کار کې سوچ وکړم که خوښه مې راغله ستا دعوت به قبول کړم.

حضرت عمر(رضی الله عنه) فرمایي ما څو ورځې شپې تیرې کړې بیا مې حضرت عثمان(رضی الله عنه) سره ملاقات اوشو او ماته یي وفرمایل:

زما خوښه داسې راغله چې اوس په دې ورځو کی نکاح نه کوم.

بیا مې له ابوبکرالصدیق(رضی الله عنه) سره ملاقات وشو ما ورته وویل:

که د تا خوښه وي تاته به حفصه(رضی الله عنها) د عمر(رضی الله عنه) لور په نکاح درکړم؟

ابوبکرالصدیق(رضی الله عنه) سکوت وکړ(غلی شو) ماته یي هیڅ جواب رانه کړ.

حضرت عمر(رضی الله عنه) فرمایي د حضرت عثمان(رضی الله عنه) په نسبت ابوبکرصدیق(رضی الله عنه)ته په زړه کې ډیر غصه شوم چې هیڅ ځواب یې رانه کړ.

بیا څو شپې تیرې شوې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دنکاح پیغام را ولیږه او لور مې هغه (صلی الله علیه وسلم) ته په نکاح ورکړه.

حضرت عمر(رضی الله عنه) فرمایي وروسته مې یو وخت له ابوبکر(رضی الله عنه) سره ملاقات وشو او راته ویل یي:

شاید چې ته ماته په غصه شوی یې چې کله تا ماته د حفصې(رضی الله عنها) نکاح وړانديز وکړ او ما سکوت وکړ او جواب مې درنه کړ؟

حضرت عمر(رضی الله عنه) فرمایي هو:

زړه کې ښه غصه شوم چې ما ورته د لور د نکاح پیش کش وکړ او حتی جواب یی هم رانه کړ.

وایي: ابوبکر(رضی الله عنه) جواب راکړ چې زه له جواب نه بل څه حصار نکړم صرف دې خبرې!

چې زه خبر وم چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا خبر کړې وه چې د حفصې عدت پوره شي زه د نکاح پیغام ورلیږم، او دایې هم وویل چه عمر(رضی الله عنه) زما نیږدې دوست دی، زه غواړم چه دا دوستي مو په خپلوۍ سره نوره هم مضبوطه شي.

نو ما نه غوښتل چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) راز ښکاره کړم او که رسول الله(صلی الله علیه وسلم)په نکاح نه وای اخستې ما به خامخا ستا دعوت قبول کړی ؤ او په نکاح به مې اخستې وه.

صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین او په ځانګړې توګه خلفای راشدین دين او شريعت ته په پوره معنی تابع وو، ځکه یې داسې کولای شول او هرڅوک چې د شریعت تابع شي رواجي عار شرم او د خلکو خبرو ته بالکل بیا نظر نه کوي، بلکې د شریعت اصولو ته پاملرنه کوي.

الله تعالی د دین د تابعدارۍ توفیق مونږ تاسو ټولو ته نصیب کړي.

عُنْ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا يُحَدِّثُ ، أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ حِينَ تَأَيَّمَتْ حَفْصَةُ بِنْتُ عُمَرَ مِنْ خُنَيْسِ بْنِ حُذَافَةَ السَّهْمِيِّ , وَكَانَ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , قَدْ شَهِدَ بَدْرًا تُوُفِّيَ بِالْمَدِينَةِ ، قَالَ عُمَرُ : فَلَقِيتُ عُثْمَانَ بْنَ عَفَّانَ فَعَرَضْتُ عَلَيْهِ حَفْصَةَ ، فَقُلْتُ : إِنْ شِئْتَ أَنْكَحْتُكَ حَفْصَةَ بِنْتَ عُمَرَ ، قَالَ : سَأَنْظُرُ فِي أَمْرِي فَلَبِثْتُ لَيَالِيَ ، فَقَالَ : قَدْ بَدَا لِي أَنْ لَا أَتَزَوَّجَ يَوْمِي هَذَا ، قَالَ عُمَرُ : فَلَقِيتُ أَبَا بَكْرٍ ، فَقُلْتُ : إِنْ شِئْتَ أَنْكَحْتُكَ حَفْصَةَ بِنْتَ عُمَرَ فَصَمَتَ أَبُو بَكْرٍ فَلَمْ يَرْجِعْ إِلَيَّ شَيْئًا , فَكُنْتُ عَلَيْهِ أَوْجَدَ مِنِّي عَلَى عُثْمَانَ فَلَبِثْتُ لَيَالِيَ ، ثُمَّ خَطَبَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , فَأَنْكَحْتُهَا إِيَّاهُ فَلَقِيَنِي أَبُو بَكْرٍ ، فَقَالَ : لَعَلَّكَ وَجَدْتَ عَلَيَّ حِينَ عَرَضْتَ عَلَيَّ حَفْصَةَ فَلَمْ أَرْجِعْ إِلَيْكَ ، قُلْتُ : نَعَمْ ، قَالَ : فَإِنَّهُ لَمْ يَمْنَعْنِي أَنْ أَرْجِعَ إِلَيْكَ فِيمَا عَرَضْتَ إِلَّا أَنِّي قَدْ عَلِمْتُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ ذَكَرَهَا , فَلَمْ أَكُنْ لِأُفْشِيَ سِرَّ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلَوْ تَرَكَهَا لَقَبِلْتُهَا.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close