هلمندي صرافان په حکومت کې له یو شمېر کړیو څخه د وېرې له کبله وسلې غواړي

کابل ټکی کام ۱۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې د هلمند ولایت مرکز لښګرګاه صرافان وايي چې دوی وېره لري، وسلوال غله په زوره ترې پیسې اخلي او ترې اولادونه تښتوي.
دوی یاد غله په حکومت پورې تړي، او وايي چې په حکومت کې یو شمېر وسلوال شته چې د دوی د پيسو او اولادونو په تښتونه کې لاس لري.
دوی ادعاء کوي، «پدې اندېښمن یو چې په رڼا ورځ را څخه پیسې او اولادونه تښتوي.»
دوی له دولته غوښتنه کوي، او وايي، «که دولت امنیت نشي ټینګولای نو وسلې دې را کړي، که مو غوښتنه و نه منل شي، نو په پراخو لاریونونو به پیل وکړو.»
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي چې د صرافانو د امنیت د ټینګښت په برخه کې یې جدي ګامونه پورته کړي، او ډېر ژر به یې د حل لاره را وباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close