هلمند: امریکایي الوتکو پولیس او سنګوریان بمبارد کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۵)

راپورونه وایي، تیره شپه د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اړوند د جنګ آغا په سیمه کې امریکایی الوتکو پر هغو کومکي پولیسو او سنګوریانو هوایي برید کړی، چې د یوې پوستې د ژغورلو په موخه سیمې ته روان و.
سرچینې وایي، د کومکي ځواکونو تر رسیدو وړاندې طالبانو یاده پوسته ونیوله او ۱۶ سنګوري ملیشې یې په کې ووژل.

خبر زیاتوی، امریکایانو پر یاده کومکي قوه بمبارۍ کړې او ۱۹ تنه پولیس او اربکیان یې ځای پرځای وژلي.
سنګوري ملیشې په هلمند ولایت کې پخواني جنرال حبارقهرمان رامنځته کړې، چې د ملي امنیت د استخباراتي ارګان لاندې فعالیت کوي.
یادې ملیشې له یونیفورم پرته دنده مخته وړي او د عادي وسلوالو په څیر فعالیت کوي.
دیادونې وړ ده چې دا په تیره یوه اونۍ کې دریم هوایي برید دی چې په لوی لاس افغان امنیتي ځواکونه په کې په نښه کیږي، تر دې څو ورځې وړاندې په وردګو او لوګر کې هم تر ۲۵ پولیس او ملي اردو د امریکایي الوتکو د بریدونو ښکار شوي و.
باید وویل شي چې له تیرو څوکلنو راپه دې خوا په لسګونو ځله د امنیتي ځواکونو نظامی مراکز د هوایي بریدونو ښکار ګرځیدلي خو افغان حکومت تر اوسه د یادو بریدونو د غندنې په تړاو هیڅ راز اعلامیه نه ده خپره کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close