هلمند: امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښـتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۸)

راپورونه وایي، چې نن سهار امریکایي ځواکونو د خپلو افغان متحدینو په ملتیا د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د ګل آغا بازار سیمې ته د عملیاتو په موخه تللي، چې په همهاله توګه د طالبانو له سختو بریدونو سره مخ شوي دي.

خبرزیاتوي؛ یاده عملیاتي قوه چې له شوراب پوځي ډګر څخه سیمې ته تللې د سخت هوایي ملاتړ سربیره بیا هم د طالبانو د بریدونو ښکار شوې.

طالبان وایي، په بریدونو کې یې یو امریکایي ټانګ د هشتادو دو په مټ ویشتلی او په کې ناست عسکر یې ټول وژلي.
سیمیزې سرچینې وايي، امریکایانو تر برید وروسته پر خپل ټانګ پنځه بمونه اچولي او ټانګ یې له خاورو سره خاورې کړی.

سرچینې زیاتوي؛ اوسمهال په سیمه کې تونده جګړه روانه ده او امریکایان د هوایي بمبارۍ سربیره د خلکو پر میشت ځایونو د ډیسي توپونو ډزې هم کوي.
تر اوسه د هلمند ځایي ادارې په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close