هلمند او فراه کې د هوایي بریدونو له امله تر ‘لسو‘ ډیر ولسي کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۶)

ګډو ځواکونو د تیر په څیر یو ځل بیا پرون پر ملکي وګړو بده ورځ راوستلې  او د هلمند په ګرشک، نادعلي او د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالیو کې یې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
خبر زیاتوي، تیره ورځ مازدیګر مهال دھلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ اړوند د “قلعۀ ګز“ په نامه سیمه کې امريکايې ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په مټ پر بزګرانو (دهقانانو) بمبار کړی .
سرچینې وایي،په پیښه کې درۍ ( ۳) تنه ملکي خلک په داسى حال کي چي اوبه یې لګولې شهیدان شوي دي.

له دغه ولایت څخه په یوه بل خبر کې ویل شوي ،چې د نادعلي ولسوالۍ اړوند دلوی مانده د “تور پله“ په نامه سیمه کې بیګاه ماښام ۶ بجې امریکايي الوتکو پر یوه کور بمبارۍ کړی چې له امله یې درۍ(۳) ښځې ، یو سپین ږیری او یو ماشوم شهیدان شوي او ګڼ مالي زیانونه  ور اوښتي دي.

دغه راز له فراه ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ مرکز ته نږدې سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان برید شوی دی.
سیمیزې سرچینې وایي برید د بې پیلوټه الوتکو په مټ شوی او ګڼ بندیان په کې وژل شوي.
طالبان پیښه تائیدوي او وایي چې په دغه برید کې ۴ تنه زندانیان وژل شوي دي.
طالبان وایي په دغه ځای کې یې حقوقي بندیان ساتل او هغوی هدف ګرځول شوي دي.

دا پیښې داسې مهال مخې ته راځي چې په تیرو څو ورځو کې نږدې سل کسان چې ټول عام وګړي و، د امریکایي ځواکونو په شپنیو چاپو او بمباریو کې وژل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close