هلمند: دولتي ځواکونو د طالبانو تر کنترول لاندې د جنایي زندانیانو محبس مات کړی

قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي ، ګډوځواکونو تر۶۰ تنو پوري حقوقي او جنایي بندیان له ځان سره وړي او په سیمه کي یې دخلکو ۲کورونه او ۳ موټران سوځولي دي او دیوې کورنۍ۴ تنه یې دبندیانو په توګه وړي دي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۲)

د هلمند ځایي چارواکي وایي چې تیره شپه یې د کجکي په ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی او لسګونه بندیان یې خوشي کړي.

د ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم وایي، تیره شپه یې ۶۱ زندانیان د طالبانو له محبس څخه خوشي کړي چې زیاتره یې په جنایي جرمونو کې ښکیل و.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویاند یې قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي ، ګډوځواکونو تر۶۰ تنو پوري حقوقي او جنایي بندیان له ځان سره وړي او په سیمه کي یې دخلکو ۲کورونه او ۳ موټران سوځولي دي او دیوې کورنۍ۴ تنه یې دبندیانو په توګه وړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې امریکایي او افغان ځواکونه د طالبانو تر کنترول لاندې زندانونو په ماتولو بریالي کیږي، تر دې وړاندې هم ورته پیښې تکرار شوې او هغه بندیان چې په سیمه کې په قتل، غلا، اختطاف او نورو جنایي جرمونو کې ښکیل و، دولتي ځواکونو خوشي کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close