هلمند: د امریکایانو دوهم ټانګ هم د ماین ښکار شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۲)

نن د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو لپاره مرګونې ورځ وه چې په بیلابیلو پیښو کې ګڼ شمیر امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

نن تر ماسپیښن وروسته یوځل بیا د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ اړوند د ډویر میدان ته نژدې سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر زغره وال ټانګ د ځای پرځای شوي ماین قوي چاودنه شوې، چې په کې ټول ناست بهرني عسکر وژل شوي او ټانګ یې هم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
ناټو هم په یوه خبرپاڼه کې د خپل یوه عسکر وژل کیدل منلي خو د پیښې دقیق ځای یې نه دی ښوودلی.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار هم په یاده سیمه کې د امریکایانو یو ټانګ د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې منفجر او ګڼ شمیر ځواکونه یې ووژل شول.
داپیښې داسې مهال مخته راځي چې امریکایانو په ټول هیواد کې د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د ولسي افغانانو پر ضد عملیات پیل کړي او په تیره یوه میاشت کې یې تر ۷۰۰ ډیرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close