هلمند: د امریکایانو په بمبارۍ کې ګڼ شمیر افغان عسکر وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۹)

له هلمند څخه ورکړل شوي راپورونه وایی چې د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې پر عملیاتو بوخت ځواکونو باندې د امریکایانو جیټ الوتکو هوایي برید کړی او یو لوی ګروپ عسکر یې له منځه وړي .

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي ، په دې برید کې ۸ تنه ځواکونه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دی چې د زیاترو یې روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

خو د هلمند یو شمیر امنیتي سرچینې بیا وایی چې امریکایانو د امنیتي ځواکونو پر یاد ګروپ چې په یوه قلعه کې راټول شوي وو، د شوراب له پوځي اډې څخه د کروز توغندیو برید کړی چې شل تنه یې ځای پرځای وژلي.

د بهرنیو ځواکونو له خوا په بمبار شویو افغان سرتېرو کي ملي اردو، ملي پولیس او سرحدي ځواکونه شامل دي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځواکونه د بهرنیو متحدینو له خوا په نښه کیږي، تر دې وړاندې هم په لسګونو ځله ورته پیښې تکرار شوې، چې لا تر دې دمه د ملي وحدت حکومت مشرانو د دې فاجعې په تړاو د کوم غبرګون جرئت نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close