هلمند: د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ ماين چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۷)

د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په ټانګ د ماين چاودنه شوې چې له کبله يې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په “جوی ګرم” سيمه کې په امريکايي ځواکونو رامنځته شوې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه د چاودنې مسئوليت منلی وايي، د چاودنې په ترڅ کې د امريکايي عسکرو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی او پکې سپرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيمې ته نږدې سرچينې وايي، له پېښې وروسته بهرنيو ځواکونو د چاودنې ځای کلابند کړی و او خپل وژل شوي او ټپي عسکر يې د ايمبولانس چورلکو په مټ انتقال کړل.

تر اوسه په چاودنه کې د اوښتو تلفاتو په اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو ګزمې ډيرې شوي چې تر ډيره د طالبانو له خوا په چاودنو او مخامخ بريدونو کې په نښه کېږي چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې اوښتي تلفات پټ ساتي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close