هلمند: د طالبانو په یوه برید کې ۴۸ تنه ملي اردو وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۱۶عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي چې له نوم اخېستلو څخه یې ډډه کړې ده، رسنیو ته ویلي دي چې په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ملي اردو پر یوه امنیتي قرارګاه تېره ورځ برید وشو چې له امله یې ۴۸تنه ملي اردو ووژل شول.
یاده امینتی سرچینه زیاتوي چې تر ۸۰ تنه نور امنیتي ځواکونه چې ملي اردو او پولیس پکې دي، د طالب جنګیالیو له لورې تر کلکې محاصرې لاندې دي.
ځايي خلک یاده پېښه تأيیدوي او وايي چې یاد سرتېري د یادې ولسوالۍ د سرې کرښې نومې سیمه کې وژل شوي دي.
دوی زیاتوي چې طالب جنګیالیو له برید څخه وروسته د ملي اردو رېنجرې او ګڼ شمېر نور نظامي مهمات له ځان سره وړي دي.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ورکوي او وايي چې دا د دوی د جنګیالیو له لورې ترسره شوی دی، چې پکې لسګونه تنه سرتېري پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close