هلمند: د ماین په چاودنه کې ۳ امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۶)

له هلمنده ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر ټانګ د ځمکني ماین چاودنه شوې.
سرچینې وایي، پیښه د ‘جوګرم‘ په نامه سیمه کې رامنځته شوې چې ۳ تنه امریکایان په کې مړه او ژوبل شوي.
طالبانو د پیښې پړه منلې او ویلي یې دي چې په پیښه کې ټانګ بشپړ ویجاړ شوی او ناستو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښـتې.
د ناټو ځواکونو پریکنده ماموریت په دې هکله کوم سپیناوی نه دی کړی.
پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې نن د غزني ولایت په مرکز کې هم یو امریکایي ټانګ د ځمکني ماین ښکار شوی وو چې په کې دوه امریکایي سرتیري ځای پر ځای وژل شوي و او دوه نور ټپیان و.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close