هلمند: د مشرانو جرګې د غړي “هاشم الکوزي” په کور وسله وال بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲)

د هلمند ولايتي چارواکي وايي، نن سهار د مشرانو جرګې د غړي هاشم الکوزي په کور وسله وال بريد شوی دی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پېښه نن سهار وختي د لښکرګاه ښار په کارته لګان سيمه کې چيرته چې د نوموړي کور دی رامنځته شوې ده.

د ځواک په وينا، په بريد کې د هاشم الکوزي د کور ساتونکی ټپي شوی او نور چاته پکې زيان نه دی رسېدلی.

خو يوې امنيتي سرچينې د نه نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، په پېښه کې د الکوزي د کور دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close