هلمند: د ملي اردو برید کې دوه مېرمني وژل شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۴)

له هلمند څخه خبرونه وایي، چې د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند د سیدانو په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو د هوانونو بریدونه کړي.

سرچینې وایي، د بریدونو په پایله کې ۲ میرمنې وژل شوې او ،۲ میرمنې دوه ماشومان سخت ټپیان دي.

د هلمند ځایي چارواکي د برید پخلی کوي خو توغول شوې مرمۍ د طالبانو بولي او ادعا کوي چې په دې برید کې ۳ میرمنې وژل شوې.
د سیمې خلک وایي؛ بریدونه د سیمې له نږدې پوستې نه شوي او د دولتي چارواکو ادعا ردوي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي پیښه بشري جنایت بللی او وبلي یې دي چې د اردوعسکرو د سید محمد په کور د هاوان ګڼ شمېر مرمۍ اورولې او د مالي زیان سربیره یې پراخ ځاني زیان ور اړولی.

‏‎په یو بل خبر کې ویل شوي چې د ملي اردو توپونو
دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ اړوند د  اسحاقزوسیمه کې  ۶ ښځې اوماشومان وژلي او ۲ ماشومان ژوبل شوي،  دفاع وزارت وایي،  په یاده سیمه کې یې د وسلوالو د ځپلو په موخه له بهرنیانو سره په ګډه ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملي اردو ځواکونه د ولسي خلکو پر سیمو داسې بریدونه کوي، تر وړاندې هم په ځلونو ورته پیښې شوې چې حکومت یې له ژمنو سربیره په مخنیوي کې پاتې راغلی.
د ملي اردو ځواکونه ډیر کله له دې امله هم دولسي خلکو میشت ځایونه په نښه کوي چې ګواکې د طالبانو سره همکاري لري او له هغوی ملاتړ کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close