هلمند: د موسی کلا د ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره عملیات ندي شروع شوي

کابل ټکی کام ۰۶/سنبله ۱۳۹۴
راپور فرید احمد
د هلمند ولایت په بازار کې یو پولیس افسر زمونږ همکار ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې په یاده ولسوالۍ کې تراوسه هېڅ عملیات ندي شروع شوي، او دولت هېڅ قسمه همکاري نده کړې.
د ولایت په بازار کې زمونږ همکار ته یو بل تن ویلي دي چې دولت د طالبانو په خلاف زور بایللی دی او نشي کولای چې حتی د ولایت مقام وساتي.
دی زیاتوي چې ډېر ژر به طالبان د هلمند په ټولو ولسوالیو کې واکمن شي.
هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ څخه په رارسیدلو راپورونو کې ویل شوي دي چې په یاده ولسوالۍ کې هېڅ قسمه عملیات ندي شروع شوي.
پرون ماښام دولتي طیارو ددې پخاطر بمباري کړې وه چې د ولسوالۍ شمال طرف ته په ۵ کیلومترۍ کې په محاصره شوې پوسته چې د حبیب پوستې په نامه یادېده، عسکرو ته د خلاصون لاره پیدا کړي، چې په نتېجه کې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي او طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دولتي عسکرو ته مخه ورکړه ترڅو د غره طرف ته وتښتي، او د جګړې ډګر د سیمې څخه لرې وساتي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close