هلمند: د هاوان مرمۍ لګېدو دولس ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۹)

د هلمند ولايت ګرک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د هاوان مرمۍ په يوه کور کې لګېدلې چې له کبله يې شپږ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

په وژل شويو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

دغه مرمۍ تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط په یخچال سيمه کې پر يوه کور لګېدلې ده.

که څه ځواک وايي، چې تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مرمۍ د چا له خوا فایر شوې خو ځايي سرچینې وايي چې وخت ناوخت دولتي ځواکونه پر پوستو د بريدونو له ويرې د هاوان مرمۍ فایروي چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

تر دې مخکې هم د دولتي ځواکونو هاوان او توپونو مرمۍ په ملکي ميشت ځايونو لګېدلي چې عامو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close